مزارشریف کې نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت ثابت شو

د عدلیې وزارت ویلي، د مزارشریف ښار په دولسمه ناحیه کې د «خاتمالانبیا» پروژې اړوند نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د شمال زون امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې، امارتي ملکیت ثابت شوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې متصرفین مکلف دي، یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

