مهاجر فراهي: د پاکستان پوځي رژیم له پیله د افغانانو پر ضد د دښمنۍ سیاست خپل کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، مهاجر فراهي، له یو شمېر سیاسي شنونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي، اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي برخو کې مهمې لاسته‌راوړنې لرلې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، فراهي له سیاسي شنونکو وغوښتل چې د زمري ۲۴مې د نمانځنې پر مهال د رسنیزو خپرونو له لارې د تېر شل کلن اشغال پر مهال د افغانانو پر وړاندې ترسره شوي ظلمونه او پېښې په مستندو معلوماتو خلکو ته وړاندې کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي شنونکو ملاتړ کوي او ویلي یې دي، شنونکي دې د پاکستان د پوځي رژیم تګلارې او دریځونه هېوادوالو او نړیوالو ته روښانه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ټولیزو رسنیو د څار رییس، مولوي صفي رائد او د خپرونو چارو معینیت سلاکار، مولوي عبدالحق حماد، هم په خپلو ویناوو کې اسلامي امارت د نړۍ په کچه یو ځانګړی اسلامي نظام بللی دی.

په غونډه کې ګډونوالو سیاسي شنونکو هم ویلي، د رسنیزو خپرونو له لارې د اسلامي نظام، هېواد او ولس د دریځ روښانه کول او خلکو ته د حقایقو رسول خپل ملي او وجداني مسوولیت ګڼي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا