مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۱۷ عمري قولاردو چارې وارزولې

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، شمالختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قولاردو له مرکز څخه لیدنه کړې او هلته یې امنیتي، نظامي او اداري چارې ارزولې دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په دې سفر کې د ۲۰۹ الفتح قولاردو قوماندان، ملا رحمتالله «محمداکا» هم ملتیا کوله. نوموړي د قولاردو له مسؤلینو سره په کتنه کې د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمن مدیریت په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي دفاع وزیر د کندوز ولایت له یو شمېر معلولو مجاهدینو سره هم کتلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د نغدي مرستو ترڅنګ یې ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت مشرتابه د معلولو مجاهدینو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کړي.

