مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیه کې مېشتو افغانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی

مولوي محمد یعقوب مجاهد په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره کتلي او هغوی ته یې د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
د د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي مجاهد د دې لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت هڅه کوي څو د هېواد شته ستونزې حل او د ځانبساینې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
هغه همداراز له بهر مېشتو افغانانو سره د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت د ملي یووالي، ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون په کوربهتوب نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.

