مکرون: اروپايي هېوادونه د هرمز تنګي د امنیت لپاره ګډ اقدام ته چمتو دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا او هالنډ د هرمز تنګي د امنیت د تأمین او د نړیوال سمندري تګ راتګ د خوندیتوب لپاره په ګډ ماموریت کې ګډون ته چمتو دي.

مکرون د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې ویلي چې د هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او باید د نړیوالو بېړیو پر مخ په خوندي او ازاد ډول پرانیستی پاتې شي.

د هغه په وینا، اروپايي هېوادونو د ماین پاکۍ، سمندري امنیت او د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره اړین چمتووالی نیولی او د ګډ ماموریت د عملي کېدو لپاره لازم امکانات هم برابر شوي دي.

مکرون همداراز ویلي، فرانسه چمتو ده چې د اړتیا په صورت کې خپله الوتکه‌لېږدوونکې بېړۍ «شارل دوګول» هم سیمې ته واستوي، څو د سمندري امنیت او ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.

د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی چې د هرمز تنګي امنیت د نړیوال اقتصاد او انرژۍ بازارونو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د نړیوالې ټولنې ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ثبات او خوندي تګ راتګ زمینه لا پیاوړې کړي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا