میدان‌وردګو کې د «رواش» فرهنګي مېله ترسره شوه

د میدان‌وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د «رواش» فرهنګي، علمي او دودیزه مېله د یو لړ فرهنګي، ادبي او ورزشي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

دغه مېله د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند د دره سیاه‌سنګ سیمه کې د مسوولینو او د سیمې د خلکو په پراخ ګډون جوړه شوې وه.

چارواکو په خپلو ویناوو کې وویل چې د داسې غونډو موخه د خلکو ترمنځ یووالی او ورورولي پیاوړې کول او همداراز د سیمه‌ییزو دودونو او فرهنګ ساتل دي.

د میدان‌وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د مراسمو پر مهال وویل، اسلامي او افغاني فرهنګ د ټولنې د هویت مهمه برخه ده او د دې ډول پروګرامونو ترسره کول د ځوان نسل د سالمې روزنې، فرهنګي پوهاوي او ملي احساس د پیاوړتیا لپاره اغېزمن تمامېږي.

یو قومي مشر حاجي ابراهیم هم وویل، د داسې مېلو له لارې خلک کولای شي خپل کورني او محلي محصولات معرفي کړي او د بازارموندنې زمینه ورته برابره شي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د فرهنګي ارزښتونو ساتنې، د ولسونو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او د ځوانانو د سالمو فعالیتونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا