ناپېژانده پېرودونکي د ډیناسور فوسیل په ۵۰ میلیونه ډالرو واخیست

د نړۍ له تر ټولو لویو غوښه‌خوړونکو ډیناسورونو، ټیرانوسوروس رېکس (T. Rex) یو فوسیل د نیویارک د ساتبیز په لیلام‌خونه کې په ۵۰ میلیونه او ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو یوه ناپېژندلي پېرودونکي واخیست. دغه ۶۷ میلیونه کلن فوسیل، چې «ګاس» نومېږي، د لیلام له لارې د پلورل شویو ډیناسوري فوسیلونو تر ټولو ګران بیه نمونه بلل شوې ده.

د ساتبیز په وینا، «ګاس» د بالغ ټیرانوسوروس رېکس نږدې بشپړ اسکلېټ دی، چې شاوخوا ۳.۸ متره لوړوالی او تر ۱۱.۵ مترو ډېر اوږدوالی لري. د کیندنو پر مهال د دغه ډیناسور شاوخوا ۶۱ سلنه اصلي هډوکي موندل شوي او په مسلکي ډول بیا رغول شوي دي. کوپړۍ، غاښونه، دواړه پښې او یو شمېر نادر هډوکي یې هم په ښه حالت کې ساتل شوي دي.

دا فوسیل په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د سویلي ډاکوټا ایالت په یوه کرونده کې وموندل شو او د ځمکې د مالک ګري لیکینګ په ویاړ «ګاس» ونومول شو. د ساتبیز د معلوماتو له مخې، لیلام شاوخوا لس دقیقې دوام وکړ او وروستي پېرودونکي د شپږو نورو داوطلبانو تر سیالۍ وروسته ترلاسه کړ.

د لرغون‌پېژندنې متخصصانو ټینګار کړی چې د «ګاس» په څېر ارزښتناک فوسیلونه باید په موزیمونو او علمي مرکزونو کې وساتل شي، څو هم د څېړونکو او هم د عامو خلکو لپاره د لیدو او علمي استفادې وړ پاتې شي.

ټیرانوسوروس رېکس شاوخوا ۶۶ تر ۶۸ میلیونه کاله مخکې په شمالي امریکا کې ژوند کاوه او د خپل وخت له تر ټولو ځواکمنو ښکارکوونکو ډیناسورونو څخه ګڼل کېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا