نظري وایي افغانستان د اقتصادي ودې لپاره لازم شرایط لري

عبداللطیف نظري، د اقتصاد وزارت مرستیال، وایي چې تر هغه چې یو هېواد له سیاسي پلوه خپلواک نه وي او ولس خپل سیاسي برخلیک په خپله ونه ټاکي، پرمختګ او اقتصادي وده نه شي کولای.
نظري نن (سېشنبه) په کابل کې د افغانستان کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو ته وویل، افغانستان اوس یو خپلواک هېواد دی او ولس او نظام مسوولان د هېواد سیاسي، اقتصادي، علمي او ښوونیز وضعیت مدیریت کوي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان پرمختګ او سوکالۍ لپاره اوس لازم شرایط برابر شوي او هېواد کولای شي په بېلابېلو برخو کې د ودې او پرمختګ پر لور لاړ شي.

