ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره درملشیندنه وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د مالدارۍ امریت مسلکي ټیم د دغه ولایت په چپرهار او سرهرود ولسوالیو کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کنو ضد درمل شیندنه کړې ده.
د یاد ریاست په وینا، دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې په ځینو سیمو کې د ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې.
سرچینې زیاتوي چې د عامې روغتیا ریاست له راپورونو وروسته او د کرنې ریاست په لارښوونه دا بېړنی کمپاین پیل شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د چپرهار ولسوالۍ په ترېلې، لونګپور او د سرهرود ولسوالۍ په ګندهچشمې کلیو کې دوه کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي دي. ویل کېږي چې دغو کسانو له څارویو سره نږدې اړیکې درلودې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یادو کسانو د څارویو او غوجلو ترڅنګ په اړوندو سیمو کې پر نورو څارویو هم د کنو ضد درمل شیندل شوي دي.
همدارنګه د کرنې ریاست وایي چې د درملشیندنې ترڅنګ خلکو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

