ننګرهار کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل کېږي

د پولیو ضد واکسین د کمپاین د پیل له اعلان سره سم، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې ټاکل شوې چې راتلونکې شنبې ورځ له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به د جوزا په ۲۳مه په جلال‌اباد ښار او درېیو ولسوالیو بټي‌کوټ، بهسودو او سره‌روډ کې پيل شي. په خبر کې د کمپاین د دقیقې مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دا ګډ کمپاین دی چې پکې د پولیو څاڅکي واکسین او جزوي زرقي واکسین شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جوزا په اوومه په خپل وروستي راپور کې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د پولیو د یوې نوې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی. ننګرهار هم له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې پکې د پولیو ګڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د معیوبېدو لامل ګرځي او د روغتیايي کارپوهانو په وینا، یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا