ننګرهار کې ۱۳ غیرقانوني کلینیکونه تړل شوي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا د څارنې ټیم په جلالاباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۳ کلینیکونه تړلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کلینیکونه د خیریه بنسټونو په نوم، له قانوني جواز پرته فعالیت کاوه او د روغتیايي خدمتونو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستلې.
سرچینې ویلي، تړل شوي کلینیکونه په جلالاباد ښار، چپرهار، سرهرود او خوږیاڼو ولسوالیو کې فعالیت درلود.
د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې، هغه کلینیکونه چې د وړیا روغتیايي خدمتونو ادعا کوي، باید له عامې روغتیا وزارت سره رسمي هوکړه او د عدلیې ریاست قانوني جواز ولري، ترڅو په قانوني ډول وړیا خدمات وړاندې کړي.

