نوې ټکنالوژي؛ د خوړلو وړ بیټرۍ د بدن دننه انرژي تولیدوي

څېړونکو د برېښنا یوه وړوکې کپسولي وسیله جوړه کړې چې د بدن له داخلېدو وروسته کولی شي څو ورځې ځینو طبي وسایلو ته برېښنا برابره کړي.
د څېړونکو په باور، دغه نوې ټکنالوژي په راتلونکي کې د هاضمې ناروغیو په تشخیص، څارنه او درملنه کې کارېدلی شي.
د راپورونو له مخې، دغه کپسولي وسیله پر خنزیرانو په ازموینو کې تر درېیو ورځو پورې طبي وسایلو ته برېښنا ورکړې ده.
وسیله له مګنیزیم او مولیبډینم درېاکسایډ څخه جوړه شوې او له کارولو وروسته په تدریجي ډول د بدن دننه له منځه ځي.
څېړونکو د ازموینې پر مهال د یوه خنزیر په مرۍ کې یوه بېسیمه وسیله ځای پر ځای کړه.
دغه وسیله له شاوخوا یو نیم متر واټن څخه له ترلاسه کوونکي سره اړیکه نیوله.
همداراز، کپسول یوې بلې وړې طبي وسیلې ته برېښنا ورکړه، څو د معدې برېښنايي تحریک ترسره کړي.
دغه بهیر شاوخوا ۲۰ دقیقې دوام وکړ.
څېړونکي اوس هڅه کوي چې د انسانانو لپاره د دې ټکنالوژۍ مناسبه بڼه جوړه کړي او په راتلونکو کلونو کې یې پر انسانانو طبي ازموینې ترسره کړي.
خو تر پراخ استعمال مخکې به د دې وسیلې د خوندیتوب، دوام او د بدن دننه د فعالیت په اړه نورې ازموینې هم ترسره شي.
