هرات والي او د ایران جنرال قونسل پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې

د ایران جنرال قونسل په هرات کې د هرات له والي، شیخ مولانا اسلام جار سره کتلي او د اقتصادي، سوداګریزو، کرنیزو او کانونو په برخو کې یې د دواړو هېوادونو پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د هرات والي د افغانستان او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د اسلامکلا پولې، د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ، ابونصر فراهي بندر او د نیمروز ورېښمو پل له لارې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګډو پروژو پر پیاوړتیا د نظر تبادله کړې او د همکاریو د دوام پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

