هرات کې د حرفوي غلو درې بانډونه نیول شوي

کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې د حرفوي غلو درې ډلې نیولې او ۲۴ غلا شوي موټر یې بېرته ترلاسه کړي دي.
د هرات امنیې قوماندانۍ د امنیت امر، مل پاسوال قاري نجیبالله علي، ویلي چې دغو ډلو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسلهوالې غلاوې کولې او غلا شوي موټر به یې هرات ته انتقالول.
نوموړي زیاته کړې، د یادو درېیو ډلو ټول غړي نیول شوي او اوس تر قانوني څېړنو لاندې دي.
بلخوا، د بېرته ترلاسه شویو موټرو یو شمېر مالکینو له امنیتي ځواکونو مننه کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې د وسلهوالو غلاوو عاملینو ته د قانون له مخې سزا ورکړي.

