هرات کې د شاتو تولید ۴۵ سلنه زیات شوی

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو تولید ۲۵۰ ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد ریاست د مالدارۍ چارو مسوول مولوي محمدعمر قاصد ویلي، دغه اندازه شات د شاتو مچیو له نږدې ۳۰ زره صندوقونو ترلاسه شوي دي. د نوموړي په وینا، تېر کال په هرات کې ۱۷۰ ټنه شات تولید شوي وو، چې سږ کال یې کچه ۸۰ ټنه لوړه شوې ده.
مسوولینو همداراز ویلي، سږ کال له بازارونو شاوخوا ۶۰۰ ټنه تقلبي او بېکیفیته شات راټول شوي او له قانوني مراحلو وروسته به د مصرفوونکو د روغتیا د خونديتوب او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه له منځه یووړل شي.
بلخوا، د شاتو مچیو پالونکو د تولید د زیاتوالي هرکلی کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې پر بازارونو څارنه نوره هم پیاوړې کړي، څو د تقلبي او بېکیفیته شاتو د پلور مخه ونیول شي.
د شاتو یوه تولیدوونکي جاوېد حقمل هم د روزنیزو پروګرامونو د پراخېدو، تخنیکي خدمتونو د ښه کېدو او د شاتو د بازارموندنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې، څو د شاتو کیفیت او تولید نور هم لوړ شي.

