هرات کې د مالګې کان د ۲۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د «نمکسار» سیمې د مالګې کان د استخراج تړون د ۲۰ میلیون او ۴۵ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې یاد تړون د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د «ریډګولډ اسیا» کان‌کیندنې شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د دې تړون له مخې به په یاد کان کې د مالګې د استخراج چارې د ټاکل شویو تخنیکي او اقتصادي معیارونو له مخې ترسره کېږي، چې موخه یې د کورني تولید زیاتوالی او د کانونو له سکټور څخه د عوایدو لوړول بلل شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې د کانونو د قانوني استخراج پراختیا کولی شي په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او د اقتصادي ځان‌بسیاینې په لور مهم ګام وګڼل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا