هرات کې د کاغذ جوړونې شرکت اورلګېدنه؛ ۲۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د هرات صنعتي ښارګوټي د دوهم فاز په سیمه کې د نور آریانا د کاغذ او کارتن جوړونې په شرکت کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو لومړنۍ ارزونې ښيي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د نوموړي په وینا، د هرات امنیې قوماندانۍ د اوروژنې ځواکونو پر وخت اقدام کړی، اور یې مهار کړی او د پراخ مالي زیان مخه یې نیولې ده.
سرچینه زیاتوي چې د اوروژنې ځواکونو د چټکو او اغېزمنو هڅو په پایله کې د نږدې ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني د اور له زیان څخه ژغورل شوې ده.
مسوولین وایي، د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل د معلومولو لپاره لازمې څېړنې روانې دي.

