هرات کې هره ورځ شاوخوا ۸۰ ټنه شیدې تولیدېږي

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د څارویو د فعالیتونو له پراختیا او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي سره هره ورځ شاوخوا ۸۰ ټنه تازه شیدې تولید او بازارونو ته وړاندې کېږي.

د هرات د کرنې ریاست د لبنیاتو د پراختیا مسوول محمد صابر اماني ویلي چې د څارویو له فارمونو څخه ترلاسه کېدونکې شیدې د ولایت په کچه د لبنیاتو ۱۰ پروسس فابریکو او شاوخوا ۱۸۰ هټیو ته وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې د څارویو سکتور پراختیا د شیدو تولید زیات کړی او د سلګونو کورنیو لپاره یې د کار فرصتونه رامنځته کړي دي، چې د کورني تولید د بازار اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې، یو شمېر ښاریان وایي چې د پلور مرکزونو منظم مدیریت او د بازار څارنه کولی شي د دې صنعت د لا پراختیا زمینه برابره کړي.

د هرات د لبنیاتو د پلورونکو اتحادیې مشر عبدالرحیم عثماني هم ټینګار کړی چې د څارویو له تولیدوونکو ملاتړ او د شیدو مناسب قیمت د تولید د هڅونې او د دې سکتور د ودې لپاره مهم رول لري.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې هرات د لبنیاتو د تولید لوړ ظرفیت لري او د منظمو بازارونو او لا زیاتو ملاتړونو په صورت کې کولی شي په هېواد کې د لبنیاتو له مهمو مرکزونو څخه وګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا