هرات کې ښځه د یو نیم کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې

د هرات امنیتي مسوولین وایي، پولیسو په هرات ښار کې هغه ښځه نیولې چې په یوه استوګنیز کور کې یې یو نیم کلن ماشوم وژلی و.

د هرات امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، ماشوم هغه مهال وژل شوی چې یادې ښځې په دغه کور کې د صفاکارې په توګه له دوو نورو ښځو سره یوځای کار کاوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د شخصي اختلاف له امله رامنځته شوې او نیول شوې ښځه تورنه ده چې ماشوم یې له پنځم پوړ څخه لاندې غورځولی، چې له امله یې نوموړی ماشوم په ځای کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

مسوولین زیاتوي، لومړنیو څېړنو کې یادې ښځې پر خپل جرم اعتراف کړی او په تړاو یې نورې څېړنې روانې دي.

د هرات امنیتي چارواکي وایي، د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه به د څېړنو له بشپړېدو وروسته نور معلومات شریک شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا