هغه پنځه بلخي ځوانان خاورو ته وسپارل شول چې د نیمروز په دښته کې یې ژوند له لاسه ورکړی و

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د میرقاسمجان کلي د هغو پنځو ځوانانو جنازې، چې ایران ته د ناقانونه سفر پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی و، نن (سېشنبه) خپلو پلرنیو هدېرو ته وسپارل شوې.
د معلوماتو له مخې، یاد ځوانان شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کار او روزګار په موخه د ناقانونه لارو له لارې د ایران اسلامي جمهوریت پر لور روان شوي وو، خو د نیمروز ولایت په دښتو کې د سختې تندې، لوړې تودوخې او سختو طبیعي شرایطو له امله مړه شول.
سرچینې وایي، له دغې ډلې سره ټول ۱۹ کسان وو. د هغوی موټر د چخانسور ولسوالۍ اړوند د مارګو په دښته کې خراب شوی، وروسته یې لاره ورکه کړې او د اوبو نشتوالي او سختې ګرمۍ له امله له دې ناورین سره مخ شوي دي. د راپورونو له مخې، تر اوسه د ۱۴ نورو کسانو برخلیک لا هم نه دی معلوم او د هغوی د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ پر لارو د سختو طبیعي شرایطو له امله ورته ګڼې پېښې رامنځته شوې دي. د لارې ورکېدل، د څښاک اوبو کمښت، سخته ګرمي او د دښتو ستونزمن جغرافیایي وضعیت هغه خطرونه دي چې د دغو سفرونو پر مهال د خلکو ژوند ګواښي.
سره له دې، لا هم یو شمېر افغانان د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د قانوني سفر د اسانتیاوو د محدودیتونو له امله د ناقانونه لارو د تګ هڅه کوي؛ هغه لارې چې هر کال د ګڼو کورنیو د غم او ویر لامل ګرځي.

