هلمند کې د ۲۴۹ کارټنه درملو د قاچاق مخه ونیول شوه

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د اوومې شمېرې سرحدي محمدي لواء ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴۹ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه درمل په درېیو سراچه موټرو کې لېږدول کېدل چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د لواء ځواکونو له لوري درول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

