هندي رسنۍ: افغانستان او هند به د شلاوریزو سیالیو لړۍ ترسره کړي

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د شلاوریزو سیالیو یوه لړۍ ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، دغه لوبې به د افغانستان په کوربتوب د هند په نوي ډیلي ښار کې ترسره شي، خو تر اوسه د افغانستان او هند کرېکټ بورډونو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان او هند له دې وړاندې هم یو ځل د شلاوریزو سیالیو لړۍ ترسره کړې وه چې کوربتوب یې هند کړی و. د دواړو لوبډلو ترمنځ احتمالي نوې لړۍ د کرېکټ مینهوالو له لوري په ځانګړې لېوالتیا تعقیبېږي.
بلخوا افغان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي.

