هند افغانستان ته د درملو او طبي توکو نوې مرسته ولېږله

رندیر جیسوال، د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ یې دوام لري او تازه د اړینو درملو او طبي مصرفي توکو یوه محموله کابل ته رسېدلې ده.

د جیسوال په وینا، دغه مرسته په کابل کې یوه دولتي روغتون ته ځانګړې شوې او اړین درمل او یو شمېر طبي توکي پکې شامل دي.

هغه زیاته کړې، روغتیايي برخې ته پاملرنه د افغانستان له خلکو سره د هند د بشري مرستو له مهمو برخو څخه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه مرستې په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان روغتیايي سکتور لا هم درملو، طبي تجهیزاتو او بشري ملاتړ ته پراخه اړتیا لري.

هند په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د خپلو بشري مرستو یوه برخه روغتیايي برخې ته ځانګړې کړې او د درملو او طبي تجهیزاتو لېږل یې له مهمو مرستندویو اقداماتو څخه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا