هند: د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې روانه ده

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د نوي ډیلي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه مهمې لیدنې ترسره کړې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال، په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل چې عطاالله عمري د هند د کرنې، د خوراکي توکو د پروسس وزیرانو، د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو، د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون، سوداګریزو خونو او د کرنې سکټور له یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره کتلي دي.

جېسوال زیاته کړه، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د هوايي دهلېز له لارې په عادي ډول روانه ده او دواړه لوري د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

د نوموړي په وینا، هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د دوام لپاره مهم رول لري او د توکو لېږد رالېږد له همدې لارې ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا