هند د افغانستان د صادراتو په برخه کې له پاکستانه مخکښ شو

د «فیرسټ پوسټ» د راپور له مخې، هند په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو ستر بازار ګرځېدلی او په دې برخه کې یې له پاکستان څخه مخکښي ترلاسه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، هند ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۷۵۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې پاکستان ته صادرات ۵۰۵ میلیونه ډالرو ته راکم شوي دي.
راپور څرګندوي چې د بدیلو ترانزیټي لارو پراختیا، د سیمهییزو سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د اقتصادي همکاریو زیاتوالی د دې بدلون مهم عوامل بلل کېږي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې دغه پرمختګ به افغان صادرونکو ته نوي فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد تولیداتو ته به سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه نوره هم پراخه کړي.

