هند د لومړۍ ورځې په پای کې ۳۶۸ منډې جوړې کړې

د افغانستان او هند ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ د لومړۍ ورځې لوبه د هند لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو او ۳۶۸ منډو په جوړولو پای ته ورسېده.

هندۍ لوبډلې د ورځې په اوږدو کې منظمې توپوهنې ته دوام ورکړ او د لوبې تر پای پورې یې د درې ویکټو په زیان ۳۶۸ منډې ثبت کړې.

د افغانستان له لوري محمد سلیم صافي دوه ویکټې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې ضیاءالرحمن شریفي هم یوه ویکټه واخیسته.

ټاکل شوې ده چې د سیالۍ دویمه ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ سبا دوام ومومي او هند به د خپلې لومړۍ پاڼۍ پاتې برخه بشپړه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا