هواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا په بدخشان، تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ، نورستان او خوست ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده. همدارنګه په مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د را پورته کېدو خبرداری هم ورکړل شوی، چې سرعت یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې رسېدای شي.

مسوولینو له هېوادوالو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، څو د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې وروستیو ورښتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سرچینې پیاوړې کړې او کرنیزو ځمکو ته یې هم ګټه رسولې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا