واشنګټن ایالت کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۶۰ زره کسان ایستل شوي

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د واشنګټن ایالت په سپوکن سیمه کې د پراخې اورلګېدنې له امله شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر شوی دی.
د راپورونو له مخې، اورلګېدنې تر اوسه سلګونه کورونه، سوداګریز مرکزونه او نور جوړښتونه ویجاړ کړي او د اور لمبې لا هم د استوګنې ګڼو سیمو ته ګواښ پېښوي.
د سپوکن د اور وژنې مشر ټام ویلیامز ویلي، په سیمه کې درې بېلابېلې اورلګېدنې روانې دي او د ژغورنې او اور وژنې ډلې د اور د مهارولو هڅې کوي.
چارواکي وایي، تر اوسه اور له پنځه زره جریبه ډېره ځمکه سوځولې، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د اور له امله زرګونه کورنۍ له برېښنا هم بېبرخې شوې دي.
د واشنګټن ایالت والي باب فرګوسن په ټول ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی او د فدرالي بیړني مدیریت ادارې څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
چارواکي خبرداری ورکوي چې د وچې هوا او تېزو بادونو له امله د اور د پراخېدو خطر لا هم موجود دی.

