واشنګټن پوسټ: د ټرمپ اداره برازیل ته دوه لوړپوړي چارواکي لېږي

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو مخکې دوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دغه هېواد ته واستوي.
راپور زیاتوي، د دغو چارواکو د سفر موخه د برازیل د ټاکنیز نظام د شفافیت او عادلانهوالي په اړه د اندېښنو او پوښتنو مطرح کول بلل شوي دي.
د دوو برازیلي ډیپلوماتانو په حواله ویل شوي چې د برازیل حکومت له دغه پلان څخه خبر شوی او ژمنه یې کړې چې د یادو امریکايي چارواکو د ننوتلو مخه به ونیسي.
ټاکل شوې چې د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې په نږدې راتلونکې کې ترسره شي، او د ټاکنیز بهیر شفافیت د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ټاکنو له نږدې کېدو سره د برازیل د سیاسي وضعیت، د ټاکنیزو بهیرونو او د بهرنیو لاسوهنو په اړه بحثونه هم زیات شوي دي.

