ویلیم او کېټ د کوڅې کرېکټ په لوبې هند ته سفر پیل کړ

د برېتانیا شهزاده ویلیم او مېرمنې یې کېټ میډلټن د دوشنبې په ورځ د هند په ممبۍ ښار کې د کوڅې کرېکټ په لوبه کې ګډون وکړ.
دا د هند د درې ورځني سفر لومړۍ ورځ وه او په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان ناروغۍ تر درملنې وروسته د کېټ میډلټن تر ټولو مهم بهرنی سفر بلل کېږي.
ویلیم او کېټ د کرېکټ له نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر او یو شمېر سیمهییزو ماشومانو سره لوبه وکړه او له نندارچیانو سره یې هم خبرې او ټوکې وکړې.
دغه لوبه د ممبۍ ښار په سوېلي برخه کې، د بالارډ اسټېټ په تاریخي سیمه کې ترسره شوه.
د کوڅو کرېکټ په ممبۍ کې ځانګړی دود لري؛ هغه ښار چې شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي لري، خو د ورزشي لوبغالو شمېر پکې محدود دی.
ټاکل شوې چې دغه جوړه د ممبۍ له ځمکلاندې اورګاډي څخه هم لیدنه وکړي او وروسته د «ارټشاټ» جایزې له وروستي پړاو ته رسېدلو نوماندانو سره وګوري.
د دغو جایزو ګټونکي به د سېشنبې په ورځ اعلان شي.
د «ارټشاټ» جایزه په ۲۰۲۰ کال کې د شهزاده ویلیم له خوا د اقلیمي بدلونونو لپاره د نوښتګرو حللارو موندلو په موخه رامنځته شوې ده.
د دې جایزې پنځو ګټونکو ته هر یوه ته یو میلیون پونډه ورکول کېږي، څو خپلې پروژې پراخې کړي.
تمه ده ویلیم او کېټ خپل سفر په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره په لیدنه پای ته ورسوي.
کېټ میډلټن په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان ناروغۍ له امله وقایوي کیمیاوي درملنه کړې وه او له همدې امله یې رسمي فعالیتونه کم کړي وو.
د ناروغۍ تر کابو کېدو وروسته یې په تدریجي ډول په عامه مراسمو کې ګډون بېرته زیات کړی دی.

