ټاپي پروژه؛ په افغانستان کې د ۱۰۶ کیلومتره نللیکې غځولو چارې بشپړې شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د ټاپي ګازو نللیکې سترې سیمهییزې پروژې عملي چارې د هرات ولایت په مربوطاتو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان په برخه کې د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې تر اوسه ۱۲۷ کیلومتره مسیر چمتو شوی، په ۱۰۶ کیلومتره کې د نللیکې غځولو چارې بشپړې شوې او ۳۶ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
وزارت زیاته کړې چې د هرات ښار او شاوخوا سیمو لپاره د طبیعي ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه د شاوخوا ۴۲۰ میلیون ډالرو پانګونې په اړه هم تخنیکي او اقتصادي خبرې روانې دي.
د چارواکو په وینا، د ګازو د وېش شبکې له بشپړېدو سره به په مستقیم ډول نږدې درې زره او په غیر مستقیم ډول شاوخوا اویا زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر شي، چې دا به د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم پیاوړي کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې ټاپي پروژه د افغانستان له مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو پروژو څخه ده، چې د انرژۍ د لېږد ترڅنګ به د هېواد اقتصادي ودې، پانګونې پراختیا، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

