ټرمپ: د هوکړې منتقدین یا ناپوه دي او یا حسد کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران اسلامي جمهوریت سره د وروستۍ هوکړې له اعلان وروسته هغو نیوکو ته غبرګون ښودلی چې د امریکا دننه د یو شمېر سیاسي کړیو له لوري پرې شوې دي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ځینې کسان په ناسم ډول ادعا کوي چې نوموړي د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې کافي سخت دریځ نه دی خپل کړی. د هغه په وینا، په داسې حال کې چې اقتصادي شاخصونه مثبت بدلونونه ښيي او بازارونه د ودې په حال کې دي، دا ډول نیوکې له واقعیتونو سره سمون نه لري.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د تفاهم له اعلان وروسته په امریکا کې د بېلابېلو سیاسي لورو ترمنځ بحثونه زیات شوي دي. ځینې امریکایي سیاستوال د هوکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو ګڼو نړیوالو او سیمه‌ییزو لورو د دې تفاهم هرکلی کړی او هغه یې د ډیپلوماسۍ، ثبات او د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پرمختګ بللی دی.

شنونکي باور لري چې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د تفاهم بهیر کولای شي د خبرو اترو، متقابل تفاهم او د شته ستونزو د سوله‌ییز حل لپاره نوې زمینه برابره کړي او په سیمه کې د ارامۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا