ټرمپ: عربي هېوادونه دې د جګړې لګښتونه ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات د خلیج هېوادونو د امنیت په تأمین کې مهم رول لري او د هغه په وینا، اړوند هېوادونه باید د دې امنیتي ملاتړ لګښت هم پر غاړه واخلي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي: «موږ د هغوی ساتنه کوو او هغوی باید د دې ساتنې بیه پرې کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د سیمې د وروستیو تحولاتو له امله په خلیج سیمه کې امنیتي حساسیتونه زیات شوي او د نړیوالو بازارونو د نفتو پر بیو یې هم اغېز کړی دی.
ټرمپ تر دې وړاندې هم وړاندیز کړی و چې د هرمز تنګي د امنیت د تأمین په بدل کې دې ځانګړی لګښت واخیستل شي.
بلخوا، د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کړی چې په سیمه کې وروستي امنیتي وضعیت د بهرنیو پوځي حضورونو له پراخېدو سره تړاو لري او په دې اړه یې خپل دریځ له بېلابېلو لارو څرګند کړی دی.

