ټرمپ پر کاناډايي وارداتو ۵۰ سلنه تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د کاناډا پر یو شمېر وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفه وضع کړې ده. ټاکل شوې دا پرېکړه د روان کال د اګسټ له ۱۹مې نافذه شي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دا اقدام د کاناډا له لوري د امریکایي موټرو، الکولي مشروباتو او لبنیاتو پر وړاندې د محدودیتونو او تعرفو په غبرګون کې شوی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، کاناډا په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې د امریکایي موټرو واردات ۲۲ سلنه راکم کړي، خو په همدې موده کې یې له نورو هېوادونو د موټرو واردات زیات کړي دي. همداراز، په یو شمېر کاناډایي ښارونو کې د امریکایي الکولي مشروباتو پر پلور هم محدودیتونه لګېدلي دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم پر کاناډا نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې د ځنګلي اورونو له امله رامنځته شوي لوګي د امریکا ځینې سیمې اغېزمنوي، او د دغو زیانونو موضوع به هم د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو کې په پام کې ونیول شي.
شنونکي باور لري چې د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ د سوداګریزو اختلافونو دوام ښايي د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو او د شمالي امریکا پر بازارونو اغېز وکړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو امکان لا هم شته.

