پاکستان له زندانونو ۳۰۷ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په روانه اوونۍ کې ۳۰۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، له دغو کسانو څخه ۲۶۸ د تورخم او ۳۹ نور د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

مسوولین زیاتوي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني استوګنې اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو او له خلاصون وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا