پروان ولایتي روغتون کې تېر کال ۴ زره او ۷۴۰ جراحي عملیات ترسره شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په پروان ولایتي روغتون کې په تېره کال کې ټولټال ۴,۷۴۰ بریالي جراحي عملیات شوي دي. په دې کې ۱,۲۷۴ لوی او ۳,۴۶۶ کوچني عملیات شامل وو، چې ټول له مجربو ډاکترانو ترسره شوي او د روغتون تخنیکي او تخصصي وړتیا ښیي.
سرچینې زیاتوي چې همدغه موده کې ۱۳,۶۵۱ ناروغانو ته داخلبستر (IPD) او ۲۴۶,۸۹۵ نورو ته خارجبستر (OPD) خدمات برابر شوي دي. وزارت وایي اوس هېواد کې ډېر داسې عملیات ترسره کېږي چې پخوا ناروغان د درملنې لپاره بهر ته تلل.
عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې په ټول هېواد کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړېدو چارې پیل شوې او په نږدې راتلونکې کې به خلکو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی اسانه شي. څو میاشتې مخکې هم وزیر نورجلال جلالي په شمال زون کې د یو شمېر روغتونونو د جوړېدو چارې پیل کړې وې.

