پرون له ګاونډیو هېوادونو څه باندې درېنیم زره افغان کډوال راستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پر دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې پرون (جمعه) له پاکستان او ایران څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره ۵۷۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، دغه شمېر راستنېدونکي چې ۶۸۲ کورنۍ جوړوي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارې هېواد ته داخل شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي چې له تورخم څخه ۶۳۱ کورنۍ، له سپین بولدک څخه ۱۸ کورنۍ، له ورېښمو پل څخه ۱۹ کورنۍ او له اسلامکلا له لارې ۱۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۴۵۹ راستنېدونکې کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي. همداراز سلګونو کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د راستنېدونکو د ثبت، لېږد او مرستو بهیر په منظم ډول روان دی او هڅه کېږي چې ټولو اړمنو کورنیو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادولو ده چې له تېرو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راګرځي، په داسې حال کې چې د دوی د ښه مدیریت او خدماتو د پراختیا لپاره هڅې هم روانې دي.

