پرون ۹۶۱ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی چې تېره ورځ (جمعه) د تورخم، ورېښمو لارې، سپین‌بولدک او اسلام‌کلا بندرونو له لارې ۹۶۱ کډوالې کورنۍ له ایران، کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، له راستنو شویو کورنیو سره د بېلابېلو مرستو لړۍ هم روانه ده او سلګونه کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

په خبر کې زیاته شوې، راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، او همداراز د اړتیا وړ روغتیايي، مخابراتي او خوراکي خدمات هم برابر شوي دي.

کمېسیون ټینګار کړی چې د راستنېدو پروسه د اړوندو ادارو له همغږۍ سره روانه ده او هڅه کېږي راستنېدونکو کورنیو ته د ژوند لومړني خدمات په منظمه توګه برابر شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا