پنجشېر کې د قرآن‌کریم ۸۰۰ کلنه نسخه موندل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د قرآن‌کریم شاوخوا ۸۰۰ کلنه نادره نسخه موندل شوې ده.

د یاد ریاست په وینا، دغه لرغونې او ارزښتمنه نسخه د «آبشار» ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیمې د یو اوسېدونکي له لوري موندل شوې او وروسته د ساتنې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې ده.

مسوولین وایي چې دغه نسخه به د ارزونې، څېړنې او ساتنې لپاره اړوندو فرهنګي ادارو ته وسپارل شي، څو یې تاریخي ارزښت په علمي ډول وڅېړل شي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ تاریخي او لرغوني اثار موندل شوي او د ساتنې لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. افغانستان له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې غني تاریخي میراث لري او په وروستیو کلونو کې د لرغونو سیمو د ثبت او تثبیت چارې هم پیاوړې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا