پنجشېر کې د ښوېدو له ګواښ سره مخ شاوخوا ۹۰۰ لویې ډبرې پېژندل شوې

د پنجشېر ولایت پېښو ته د رسېدنې ادارې ویلي، په ټول ولایت کې د ښوېدنې له ګواښ سره مخ لویو ډبرو د سروې او پېژندنې بهیر بشپړ شوی او شاوخوا ۹۰۰ خطرناکې ډبرې تثبیت شوې دي.
د یادې ادارې رئیس محبالله جاهد ویلي، تخنیکي سروې ښيي چې له دغو ډبرو یوه برخه د استوګنې کورونه، عامه تأسیسات او مواصلاتي لارې ګواښي.
نوموړي زیاته کړې، د سروې موخه د خطرناکو ډبرو دقیق تثبیت، د ګواښ کچې ارزونه او د مخنیوي اقداماتو ترسره کول دي، څو له احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
ورسره هممهاله، یوه بله تخنیکي ډله د تثبیت شویو خطرناکو ډبرو د ټوټه کولو او خوندي کولو چارې هم پیل کړې دي.

