پنجشېر کې د ۱۰ ښوونځیو او دوو مدرسو د بیارغونې چارې پیل شوې

په پنجشېر ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه او ۷۷۷ زره افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو، دوو دیني مدرسو او د پوهنې ریاست د تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ښوونځیو او مدرسو د ودانیو او اړوندو تاسیساتو ترمیم او بیارغونه شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څلورو کلونو کې په پنجشېر ولایت کې له ۶۰ ډېر ښوونځي هم بیارغول شوي دي.

