پنجشېر کې څه باندې ۷ زره قیراط زمرد پلورل شوي

د پنجشېر مسوولین وایي، له کانونو څخه ایستل شوي ۷ زره او ۶۰۰ قیراط زمرد د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، یاد زمرد د نږدې ۳۰۰ کورنیو او بهرنیو سوداګرو په ګډون په وروستي لیلام کې خرڅ شوي دي.
د پنجشېر زمرد د کیفیت له امله په سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او هر کال یې د پلور په موخه ګڼ شمېر لیلامونه ترسره کېږي.

