پنځه ولایتونو کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت لس‌اوریزې کرکټ سیالۍ

افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د زمري میاشتې ۲۴مې، د خپلواکۍ ورځې په مناسبت به په کابل او څلورو نورو ولایتونو کې د لس‌اوریز کرکټ سیالۍ ترسره شي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا، جمعه، سهار ۹ بجې د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې د «خپلواکۍ اتلانو» او «یووالي اتلانو» لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لوبه به په ژوندۍ بڼه هم خپره شي او د کرکټ مینه‌وال کولای شي له ټکټ پرته په وړیا توګه ننداره وکړي.

په کابل کې د لوبې لپاره د عمران میر او اعجاز احمدزي په لوبډلمشرۍ دوه لوبډلې جوړې شوې دي.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت به د شنبې په ورځ په خوست، ننګرهار، کندز او کندهار ولایتونو کې هم د غوره سیمه‌ییزو لوبغاړو ترمنځ لس‌اوریزې سیالۍ ترسره شي. دغه لوبې به د ماسپښین په ۳ بجو پیل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا