په امنیت شورا کې د یوناما پر فعالیت اختلافات

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د تمدید پرېکړې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې ویلي چې په افغانستان کې د یوناما له ماموریت څخه د ځینو لوېدیځو هېوادونو سیاسي استفاده د دغه بنسټ راتلونکی له ننګونو سره مخ کړی دی.
نوموړې ټینګار کړی چې د یوناما د نوي مشر د ټاکلو بهیر باید ژر تر ژره بشپړ شي او په دې برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت نظر ته هم پاملرنه وشي.
بلخوا د چین استازي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د یوناما رول مهم بللی او د دې ماموریت د غځېدو ملاتړ یې څرګند کړی دی. د هغه په وینا، چین د افغانستان د ثبات، پرمختګ او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا لپاره د یوناما د ماموریت د دوام ملاتړ کوي.
په همدې غونډه کې د امریکا استازي هم د یوناما د فعالیتونو د ارزونې او د نوي مشر د ژر تر ژره ټاکلو غوښتنه کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

