په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د شاوخوا ۱.۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون له مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزي ویلي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به په لرې پرتو او له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې سیمو کې د ټیلیفوني او انټرنېټي خدمتونو کچه لوړه شي او د خلکو د اړیکو اسانتیاوې به پراخې شي.

د نوموړي په وینا، یاد مخابراتي انټنونه به په تخار، بغلان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې جوړ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټینګار کړی چې د دې پروژې موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي پوښښ پراخول او د خلکو لپاره د باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو برابرول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا