په بغلان کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي

د بغلان په تاله‌برفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پېښه د ولسوالۍ په دیوالیک سیمه کې شوې ده.

امنیتي مسوولین وایي، شخړه د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو پر وېش او کارولو رامنځته شوې چې وروسته وسله‌والې نښتې ته اوښتې ده.

د تاله‌برفک د پولیسو مشر قاري اسماعیل ایوبي ویلي، پېښه په یوه لرې پرته سیمه کې شوې او امنیتي ځواکونو د ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

په ورته وخت کې، د هېواد په ځینو سیمو کې د کرنیزو اوبو پر سرچینو شخړې، په ځانګړي ډول د کښت او اوبو لګولو په موسمونو کې، کله ناکله د ځايي اوسېدونکو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا