په شپږو ورځو کې هېواد ته څه باندې ۲۶ زره ټنه اوبلن ګاز وارد شوی

د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت ویلي، په تېرو شپږو ورځو کې د اسلام‌کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، اقینې او نیمروز بندرونو له لارې ټولټال ۲۶ زره او ۴۹۲ ټنه اوبلن ګاز هېواد ته وارد او بازار ته عرضه شوی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د هېواد اټکل شوې اړتیا شاوخوا ۲۱ زره او ۹۴۸ ټنه وه، چې له مخې یې بازار ته د اړتیا په پرتله ۴ زره او ۵۴۴ ټنه زیات اوبلن ګاز رسېدلی او د عرضې کچه په مناسب ډول ساتل شوې ده.

د نفت او ګازو دولتي شرکت زیاته کړې چې د وارداتو ډېره برخه د اسلام‌کلا، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو له لارې ترسره شوې او د دغو بندرونو منظم فعالیت د بازار اړتیاوو پوره کولو، د عرضې ثبات او د ګازو د کمښت د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

شرکت ټینګار کړی چې د اوبلن ګازو د وارداتو، زېرمو او د بازار وضعیت په دوامداره توګه څاري او د اړتیا پر مهال به د بازار د ثبات لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د نفت او ګازو دولتي شرکت له هېوادوالو غوښتي چې د اوبلن ګازو د بازار اړوند معلومات یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه کړي او له ناسمو اوازو او بې‌بنسټه معلوماتو څخه ډډه وکړي، ترڅو د بازار د ثبات او د خلکو د ډاډ فضا خوندي پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا