په غزني کې سپېده داغ راډیو رسمي خپرونې پیل کړې

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ «سپېده داغ» سیمهییزې راډیو، له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته، نن خپل رسمي نشرات پیل کړل.
د پرانیستې په مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور، د اندړو ولسوال مولوي غلامرسول انس، د راډیو مسوولین، قومي مشران، دیني عالمان، فرهنګي او ټولنیز شخصیتونه او یو شمېر ځوانان ګډون درلود.
مولوي عبدالله منصور وویل، رسنۍ د عامه پوهاوي، کره معلوماتو د خپرولو او د ټولنې د فکري ودې په برخه کې مهم رول لري.
هغه ټینګار وکړ چې رسنۍ باید خپل فعالیتونه د نافذه قوانینو او رسنیزو اصولو له مخې پر مخ یوسي او اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.
د سپېده داغ راډیو مسوول مدیر کشمیر اندړ وویل، راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته رسمي فعالیت پیل کړی او ډېری خپرونې به یې ښوونیزې او تعلیمي وي.
د هغه په وینا، خبري، دیني، ورزشي او ټولنیز پروګرامونه به هم د نشراتو مهمه برخه وي، څو د سیمې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او زدهکوونکو اړتیاوې پوره کړي.
د اندړو ولسوال مولوي غلامرسول انس هم سیمهییزې رسنۍ د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او عامه پوهاوي په لوړولو کې مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې سپېده داغ راډیو به د مسلکي او باکیفیته خپرونو له لارې د سیمې خلکو ته اغېزناک خدمتونه وړاندې کړي.
سپېده داغ راډیو په داسې حال کې خپل رسمي فعالیت پیلوي چې په غزني ولایت کې له دې وړاندې هم یو شمېر غږیزې، چاپي او انځوریزې رسنۍ فعالیت لري او سیمهییزې راډیوګانې د خبرونو، عامه پوهاوي، ښوونیزو او ټولنیزو پروګرامونو په خپرولو کې مهم رول ترسره کوي.

