په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۸ کسان مړه شوي

د اروپا په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ له دوام سره، په فرانسه کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دوه ماشومان په یوه موټر کې د پاتې کېدو له امله د لوړې تودوخې قرباني شوي، او ۱۳ نور کسان د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د فرانسې د ملکي خوندیتوب ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې چې یوازې په خوندي او څارل شویو سیمو کې لامبو ووهي.
په همدې حال کې، د بوردو ښار تودوخه ۴۱.۹ او د پواتیه ښار ۴۱.۲ سانتيګرادو ته رسېدلې چې دواړو ښارونو کې یې د تودوخې پخواني ریکارډونه مات کړي دي.
چارواکي وایي، د اروپا روانې ګرمې څپې د خلکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې او په ګڼو سیمو کې یې بېړني تدابیر پلي کړي دي.

