په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ماشومانو د نیولو لړۍ دوام لري

د فلسطیني بندیانو ټولنې ویلي، اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر دوو زرو ډېر فلسطیني ماشومان نیولي، چې لږ تر لږه ۳۵۰ یې لا هم د اسرائیل په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
دغه ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، اسرائیلي ځواکونو د سېشنبې په ورځ هم د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې لږ تر لږه شپږ ماشومان نیولي دي.
د راپور له مخې، په غزه کې د نیول شویو ماشومانو کره شمېر نه دی معلوم، ځکه زرګونه کسان، د ماشومانو په ګډون، لادرکه شوي دي.
د فلسطیني بندیانو ټولنې ادعا کړې چې نیول شوي ماشومان له ناوړه چلند، شکنجې، لوږې او روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.
دغې ټولنې د ماشومانو د خپلسرو نیونو د پای ته رسولو، د ناوړه چلند د څېړلو او د بندیانو د خوشې کولو لپاره له نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

